م.م: د سوریي په تدمر لرغوني ښار کې یو دوه زره کلن زوړ معبد نړول شوی

ملګري ملتونه وايي، د سپوږمکۍ تصویرونه ښیي چې د سوریي په تدمر لرغوني ښارکې یو دوه زره کلن زوړمعبد نړول شوی دی.

مخکنیو رپوټونو د تیرې یکشنبې په ورځ په دغه معبد کې د یوې چاودنې خبر ورکړی وو.

د اسلامي دولت ډلې په تیرې مې میاشت کې دغه سیمه لاندې کړه.

د ملګروملتونود روزنې او تحقیقاتو ادارې، UNITAR له چاودنې مخکې او وروسته د دغه معبد تصویرونه وړاندې کړل.

په دغو تصویرونو کې ښکاري چې د معبد ځیني برخې ویجاړې شوي او ځیني نورې یومخ له منځه تللي. تیره اونۍ د تدمریوه بله لرغونې سیمه په بمونو الوزول شوې وه.