عاکفي: حکومت دې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون طرحه ژر تر ژره وڅیړي

د افغانستان د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د افغان حکومت له مشرانو وغوښتل چې ژرتر ژره دې د دغه کمیسیون له خوا وړاندې شوې طرحه وڅیړي.

د دغه کمیسیون ریس شاه سلطان عاکفي نن په یوه غوڼډه کې چې د اکسین د شبکې له خوا په کابل کې جوړه شوې وه وویل، چې د دغه کمیسیون د وړاندیزونو په څیړلو کې ځنډ به د ولسي جرګې انتخابات وځنډوي:

((هر څومره چې د دغه وړاندې شوي طرحې څیړل ځنډیږي، د ولسي جرګې انتخابات هم ور سره ځنډیږي او د انتخابات ځنډیدل به ډیرې ناوړه پایلې له ځان سره ولري.))

د انتخاباتي اصلاح کمیسیون په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو د راوړلو لپاره یوولس مورده وړاندیزونه دوه ورځې وړاندې حکومت ته وسپارل.

د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل بیا وایي، د دې پیشنهادونو څیړل یې پيل کړي دي.