بغلان: د دهنه غوري ولسوالۍ د شهرنو سیمي امنیتي اډه د طالبانو لاس ته ولویده

د بغلان سیمه ييز چارواکي وايي چې د دهنه غوري ولسوالۍ د شهرنو سیمي امنیتي اډه چې د تیرې یوې اوونۍ راپه دې خوا محاصره وه تیره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته ولویده.

د بغلان د ولایتي شورا مرستیال فیرزو الدین ایماق ازادي راډیو ته وویل چې دغه اډه تر زیات مقاومت او د درېیو پولیسو په وژل کیدو او دوو نورو په ټپي کیدو سره وسله والو طالبانو ونیوله.

ښاغلي ایماق زیاته کړ چې د دغه بیز د سقوط پرمهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي او شااوخوا شل تنه امنیتي ځواکونه هم طالبانو له ځان سره بیولي دي.

د یوه بل خبرې له مخې د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت نظامي څارنوال نن سهار د ناڅرګندو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.

د بغلان د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو مشر ذبیح الله شجاع ازادي راډیو ته وویل چې سید منور نن سهارله خپل کوره د دفتر په لور روان وو چې د پلخمري ښار د بالادوري په سیمه کې ور باندې ډزې شوې.