د افغانستان د کرکټ لوبډلې پرون [دوشنبه] د [تر۱۹کلنو د کم عمر] لوبغاړو په سیالۍ کې، د متحده عربي اماراتو د کرکټ ټیم ته ماتې وکړه.
د افغانستان ټیم د لسو وکیټونو په تفاوت بریالی شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ د مطبوعاتو مسئول، فرید هوتک پرون ازادي راډیو ته وویل چې د اسیايي شورا ۵۰ اووره سیالۍ په د مالیزیا په پلازمینه کولالمپور کې روانې دي. فرید هوتک وړاندې وويل:
((د افغانستان تر نولس کلنو د کم عمره کرکټ لوبغاړو ټیم تر اوسه ۳ لوبې کړې چې لومړۍ له کویټ، دوهمه په نیپال او دریمه یې د متحد عربي اماراتو له ټیم سره وه.
افغانستان تراوسه ټولو ټیمونو ته ماتې ورکړې ده.))
د ښاغلي هوتک په وینا، د افغانستان ټیم به د پنجشنبې په ورځ د کوربه هېواد، مالیزیا له ټیم سره مسابقه لري.