د ایراني مطبوعاتو په حواله، د اصلاح غوښتونکو د یوه سیاسي ګوند [اتحاد ملت ایران اسلامي] مشر علي شکوري راد، تر څو ساعته توقیف وروسته،خوشې شوی دی.
د ایران خبري اژانس ایرنا پرون [دوشنبه] د دې ګوند د مرکزي شورا د یوه غړي په حواله وویل چې علي شکوري راد په ضمانت خوشې شوی دی.
د هغه د نیول کیدو علت لا نه دی څرګند خو ایرنا خبري اژانس وایي چې شکوري راد، پر سفر د بندیز له امله، محکمې ته ورغوښتل شوی دی.