لاریجاني،له غربي قدرتونو سره د اټمي موافقې ملاتړ وکړ

د ایران د پارلمان مشر علي لاریجاني له غربي قدرتونو سره د اټمي موافقې ملاتړ وکړ .

د ایران او شپږو قدرتونو چې [5+1] هم ورته ویل کیږي، د موافقې پر اساس به د تهران اټمي پروګرامونه محدود او په بدل کې به یې پر ایران د نړیوالو اقتصادي بندیزونه کم شي.

علي لاریجاني پرون [دوشنبه] په نیویارک کې د پارلمانونو د مشرانو په نړېواله غونډه کې وویل چې تهران په اټمي مذاکرو کې څرګنده کړې چې د [ ګواښ او زور ] وسله کار نه کوي. لاریجاني وړاندې وویل:

((یو شمېر غربي هېوادونو د بندیزونو وسله وکاروله خو زموږ ولس د مقاومت لاره خپله کړه او ګټونکی شو.))