د ازادي راډیو د اذرۍ څانګۍ د خبریالې خدیجې محاکمه بیا پیلیږي

ټاکل شوې ده د خبريالې خديجه اسماعيلووا محاکمه به نن په آذربايجان کې بېرته پيل شي.

ويل کیږي اسماعيلووا به د باکو په محکمه کې خپل اخري بيان وړاندې کړي.

له هغه وروسته چې اسماعيلووا خپلې خبرې وکړي؛ قاضي کولای شي په فوري توګه سزا واوروي او يا همدې محکمې ته يوه بله نېټه وټاکي چې په کې پرېکړه واوروي.

د اګست مياشتې په لومړيو کې يوه دولتي قاضي غوښتنه کړې وه چې اسماعيلووا بايد په نهه کاله بند محکومه شي.

اسماعيلووا د آزادي راډيو د آذري څانګې کارکوونکې وه او په آذربايجان کې يې پر اداري فساد راپورونه جوړول. دا اوس په غلا، ماليې په نه ورکولو او قدرت په ناسمه توګه کاروولو تورنه ده.