د مالیزیا صدراعظم په هېواد کې اوس پر یووالي ټینګار کوي

د مالیزیا صدراعظم نجیب رزاق په داسې حال کې په هېوا د کې د یووالي غوښتنه کوي چې د هغه د استعفا غوښتنې مخ په زیاتېدو دي.

پرون د دې هېواد په پلازمینه کوالالمپور کې په لسګونو زرو مظاهره چیانو د هغه د استعفا غوښتنه وکړه.

نجیب د استعفا غوښتنه رد کړه. نوموړی تورن دی چې په خپلو شخصي بانکي حسابونو کې یې شاوخوا اوه سوه ملیون ډالره ذخیره کړي دي.

هغه پرون په ټلویزیوني پیغام کې وویل؛ که موږ یوموټی نه شو، هرهغه څه به مو چې په سختۍ جوړ کړي؛ وران شي.

هغه وویل، له منځني ختیځ څخه نامعلومو منابعو د ده شخصي بانکي حسابونو ته په سلګونو میلیون ډالره وړیا انتقال کړي چې ده یې د پلټنې په اړه لویې څارنوالۍ ته خبر ورکړی دی.