ایتلافي ځواکونو په عراق او سوریه کې پر داعش ۲۲ حملې کړي

د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف پرون په عراق او سوریه کې د داعش ډلې پر مرکزونو دوه ویشت هوايي حملې وکړې.

د امریکا پوځ په یوه بیان کې چې خپور شو ویلي چې څو کشتۍ؛ زغره وال نقلیه وسایط، تکتیکي قطعې او یوه ودانۍ هغه اهداف وو چې په عراق کې په نښه شول.

په بیان کې راغلي دي چې په سوریه کې د داعش ډلې یو مرکز او د دافع هوا یو سیسټم له مینځه وړل شوي دي.

اسلامي دولت ډلې یا داعش په تېره یوه کال کې د سوریې او عراق د قلمرو له دریو یوه برخه سیمې نیولې دي.