په ایران کې دوه کسان د جاسوسۍ په تور په لس – لس کاله بند محکوم شول

په ایران کې پرون دوه کسان امریکا او اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور په لس - لس کاله بند محکوم شول.

د ایران د قضا ویاند غلام حسین محسني اژه يي په خپلو څرګندونو کې د مجرمو کسانو نومونه یاد نه کړل؛ خو ویې ویل، دا دوه کسان د هغې انقلابي محکمې له خوا په بند محکوم شول چې د ملي امنیت د اړوندو مسایلو مسوولیت لري.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبریال جېسن رضایان مدافع وکیل وویل چې دا قضیه د ده له موکل سره هېڅ ارتباط نه لري. رضایان د ۲۰۱۴ کال په جولای میاشت کې ونیول شو او که جرم پرې ثابت شي؛ نو تر شل کاله پورې په بند محکومېدای شي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کېري له ایران څخه غوښتي دي چې رضایان او دوه نور بندي شوي امریکایان خوشې کړي.