د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت او د کلیوالي پراختیایي شوراګانو د ریسانو ترمنځ د اتیا پروژو د بیارغولو او جوړلو تړون لاسلیک شو.
په دغو پروژو کې استنادي دیوالونه، کانالونه،سربندونه، سرک، ښوونځي او ټولنیز مرکزونه شامل دي چې ۲۵۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیرانجنیرنصیراحمد دراني د دغه تړونونو د لاسلیک پرمهال وویل چې دغه پروژې په بلخ، سمنګان، بدخشان، بغلان، غور، بامیان ، لغمان، تخار، کونړ، نورستان، میدان وردګ، دایکندي او سرپل ولایتونو کې پلي شي.
د کلیو او پراختیا وزارت مسولین وايي چې اووه میاشتې مخکې د دوو میلیاردو افغانیو په ارزښت یې د۴۰۳ پراختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي.