د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له پاکستانه وغوښتل چې د افغان سولې د تامین په برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.
فرانګ والټرشټاین مایرنن په کابل کې د افغانستان د بهرنیوله وزیرصلاح الدین رباني سره د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال له افغان حکومته وغوښتل چې د سولې د ټینګښت په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرپه دغه کنفرانس کې وویل چې د افغان سولې موضوع به سبا په پاکستان کې د هغه هېواد له چارواکو سره هم شریکه کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني د افغان سولې د ټینګښت په برخه کې د جرمني او نورو هېوادونو د هڅو ستاینه وکړه او هغه یې یو نیک اقدام وباله.
د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي چې شټاین مایرله ولسمشراشرف غني سره هم په دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي او ښاغلي غني ته یې د جرمني د سفر بلنه ورکړې ده.