د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ سرتاسري شورا په جګړه کې له ښکیلو اړخونو وغوښتل چې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.
د دې شورا مسولینو نن په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل چې د تیرې یوې میاشتې را په دې خوا په خوګیاڼو او شیرزادو ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي او۳۵نورټپیان شوي دي.
د ننګرهارد خوګیاڼو ولسوالۍ قومي مشرانو دغه څرګندونې پرداسې مهال کولې چې نن په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د افغان چارواکو له خوا د اوسپنیزمثلث په نوم عملیات پای ته ورسیدل.
له دغو عملیاتو وروسته په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان محمد زمان وزیري وویل چې په دې عملیات کې ګڼ وسله وال مړه او ټپیان شوي، هغه د ملکي مرګ ژوبلي راپورنه رد کړل.