په سرپل ولایت کې د الف سفید سیمه له وسله والو طالبانو بیرته ونیول شوه

چارواکي وايي، د سرپل ولایت د کوهستاناتو او سوزمه کلا ولسوالیو ترمنځ دالف سفید په نوم سیمه یې چې دڅه مودې راپه دې خوا د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه بیرته نیولې ده.

د سرپل امنیه قومندان محمد اصف جبارخیل ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیمه د هغو عملیاتو پرمهال د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغله چې د سرپل د والي په مشرۍ پیل شوي دي.

ښاغل جبارخیل زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته تلفات اوښتي خو ددقیقو ارقامو په اړه یې ناخبري وښودله.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.