د کندهار والي په افغانستان کې د چین له سفیر څخه څخه وغوښتل چې په کندهار کې خپله قونسلګري پرانیزي.
همایون عزیزي دغه غوښتنه نن کندهار ته د چین د سفیر دینګ زیجون د سفر پرمهال وکړه.
د کندهار والي وویل چې د چین هېواد د قونسلګرۍ په خلاصیدو سره به د دواړو هېوادونو اړیکې نوري هم پیاوړي او د سوداګرۍ په برخه کې به اسانتیاوې رامنځته شي.
پر همدې مهال د کندهار ګڼ شمېر ملي سوداګرو هم د چین سفیر سره د لیدنې پر مهال په دغه ولایت کې د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا په هدف د چینايي قونسلګرۍ د پرانستلو غوښتنه وکړه.
کندهار ته د چین د سفیر د سفر هدف د کندهار د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو سره لیدل بلل شوی دي.