د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون دوو غړو د کمیسیون غونډه تحریم کړه

د افغانستان د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون دوو غړیو شاه محمود میاخیل او کاوون کاکړ د دغه کمیسیون راتلونکې غونډې تحریم کړې.

شاه محمود میاخیل او کاوون کاکړ نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ځینې چارواکي غواړي د دوی په کارونو کې مداخله وکړي او په خپله ځینې کمیشنران له یو شمېر ګوندونو سره اړیکې لري.

ښاغلي میاخیل وویل، دغو کسانو غوښتل چې د پارلمان سل څوکۍ ګوندونو ته ورکړل شي او د ګوندونو غړي په خپلواکه توګه هم ځانونه کاندید کړاي شي:

((زموږه دغه دوستان چې په کمیسیون کې وو؛ د دوی یوه طرحه دا وه چې احزابو ته سهم ورکړو. په دې معنی چې د پارلمان سل سیټونه ګوندونو ته ورکړل شي. موږ ته دا منلو وړ نه وه او د کمیسیون مجلسونه مو تحریم کړل.))

د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون دغو غړیو خبرداری ورکړ؛ تر هغو چې بې طرفه کسان د یاد کمیسیون د غړیو په توګه معرفي نه شي خپلو دندو ته نه ورځي.

اخوا د افغان حکومت اجراییه ریاست وايي چې دا کمیسیون په خپلواکه توګه خپل کار مخته بیايي او اجرایه رییس عبدالله عبدالله یې ټول کارونه څاري.