د ارزګان د عالمانو شورا رییس او د ټولنیزې شورا رییس ووژل شول

د ارزګان ولایت د عالمانو د شورا رییس مولوي لعل محمد او د ټولنیزې شورا رییس احمد شاه خان نن د ارزګان - کندهار په لویه لار د وسله والو مخالفینو په حمله کې وژل شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب آزادي راډیو ته وویل چې دا کسان دارزګان د امنیت امر په موټر کې کندهار ته روان وو چې په لار کې وسله والو مخالفینو پرې حمله کړې ده او موټر چلوونکی یې هم وژلی دی.

د نایاب په خبره په دې پېښه کې دوه ساتونکي ټپيان دي او په ځوابي ډزو کې اوو وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي.