د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وايي چې د کابل ښار د حلقوی سړک؛ ټرانسپورټي ترمینلونو او په نمونه یي ډول د کابل - جلال په لویه لاره د پلچرخي په سیمه کې د برېښنايي دروازې د جوړولو لپاره جدي هڅې روانې دي.
په پلازمینه کابل کې یو شمېر چارواکي په دې نظر دي چې د حلقوي سرک؛ ټرانسپورټي ترمینلونو او برېښنايي دروازو نه شتون کابل له ګڼو ټرانسپورټي او امنیتي ستونزو سره مخ کړی دی.
د ټرانسپورټ وزیر محمد الله بتاش ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې د ولسمشر غني له لارښوونې سره سم د افغانستان د ټراسپورټ، فواید عامې، کابل ښاروالي او یو شمېر امنیتي ارګانونو ګډ پلاوی په دې طرحه کار کوي.
ښاغلي بتاش وايي چې د کابل - جلال اباد په لویه لاره د پلچرخي په سیمه کې د برېښنايي دروازې په جوړولو سره به تر ډېره د نا امنۍ مخه نیول شوي وي:
((په هغه صورت کې چې حلقوي سړک موجود وي؛ په هغه صورت کې چې دروازې موجودې وي او خصوصاً موږ په خپل پلان کې یوه نمونه وي پروژه هم لرو چې د یوې دروازې برېښنايي کار پیلوو چې هغه د پلچرخي دروازه ده چې موږ د وسایطو ګڼه، ګوڼه له خپل دفتر څخه کنټرول کړو چې دا له یو خوا د فساد د مخنیوي لپاره ډېره مهمه ده او له پلوه بې له شکه چې له امنیت سره هم مرسته کوي.))
د راپورنو له مخې د کابل په شاه شهید سیمه کې تر موټر بم چاودنې ورسته چې په سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله د پلازمینه د ښه امنیت په خاطر د ولسمشر غني له خوا اړوندو اداراو ته د کابل د حلقوي سړک د جوړولو چارې وروسپارل شوې.
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د حلقوي سړک او برېښنايي دروازو دواړو جوړول د کابل ښار د امنیت لپاره ډېر مهم ګڼي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
((د کورنیو چارو وزارت یې ملاتړ کوي؛ د داشان دروازو جوړول کولای شي موږ سره د امنیت په برخه کې مرسته وکړي او کیدای شي چې د ټرانسپورټ په برخه کې هم ورنه ښه استفاده وشي؛ موږ تل د حلقوي سړک په جوړولو تینګار کړی دی؛ دا د ټرانزیټ او انتقالاتو په برخه کې اسانتیا برابروي او کیدای شي د هغو سیمو د امنیت د تینګښت لپاره چې موږ او زموږ ځواکونه تر دېره هلته ځي؛ راځي د پام وړ نتیجه ولري.))
د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان هم د پلارمینې کابل د امنیت لپاره د حلقوي سړک، ټرانسپورټي ترمینلونو او برېښنايي دروازو جوړول یو نیک اقدام ګڼي.
خو دوی وايي پکار ده چې برېښنايی دروازې کابل ته په ټولو راغلو لویو لارو جوړې او د اعتماد وړ کسان په کې په دنده وګمارل شي.