د افغانستان د نولس کلنو څخه کم عمره کرکټرانو نیپالي لوبغاړو ته ماته ورکړه.

افغان ټيم نن د مالیزیا په پلازمینه کولالامپور کې د نیپال له خوا د ۱۲۴ منډو هدف په پنځه ویشتم اوور کې په داسې حال کې پوره کړ چې هېڅ کوم لوبغاړی یې اوټ نه شو.

د افغانستان لپاره حضرت الله ځاځي اته شپیته او ناصر خان اوو پنځوس منډې وکړې.

په بالنګ کې بیا ضیاالرحمن او پرویزملک درې درې نيپالي لوبغاړي وسوځول او نوین الحق دوه او کریم جنت یوه ویکټه واخیسته.

له دې مخکې افغان ټیم د کویټ لوبغاړو ته په اتو ویکټو او دوه سوه شپږ بالونو ماته ورکړه.

افغانستان تر دې دمه د جدول په سر کې دی او راتلونکې لوبې یې له عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او مالیزیا سره دي.