پر روس پلوه بېلتون غوښتونکو د امریکا د مرستیال ولسمشر نیوکه

د امریکا د متحد ایالتونو مرستیال ولسمشر جوبایډن په اوکراین کې پر روسي پلوه بېلتون غوښتونکو اعتراض وکړ. دغو بېلتون غوښتونکو خبرداری ورکړی دی چې نورې سیمې به لاندې کړي او خپل انتخابات به په کې وکړي.

جو بایډن د اوکراین له ولسمشر پټرو پروشینکو سره تېره ورځ په ټیلفون خبرې وکړې. سپینه ماڼۍ وایي چې بایډن د اوکراین په اساسي قانون کې د ولسمشر د اصلاحاتو د ژمنې ملاتړ وکړ. د دې اصلاحاتو له مخې به د اوکراین حکومت یو فدرالي متحد شکل خپل کړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر د بېلتون غوښتونکو پر دې نیت انتقاد وکړ چې نورې سیمې نیسي او د اوکراین له قانون چوکاټه بهر د انتخابات نیت لري. بایډن وویل چې دا پریکړه د منسک له تړون سره مستقیما په ټکر کې ده.