د افغانستان د او نیپال کرکټ ټیمونو نن د اسیايي شورا په غوره لیګ کې سره مخامخ شوي دي.
د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک آزادي راډیو ته وویل چې افغان ټيم په نننۍ لوبه کې د نیپال ټول لوبغاړي په ۴۷ اورنو کې په ۱۲۳ منډو اوټ کړي دي.
د دې لوبې د ګټلو لپاره افغان ټيم ۱۲۴ منډو ته په پنځوسو اورونو کې اړتیا لري.
له دې مخکې افغان ټیم د کویټ لوبغاړو ته په اتو ویکټو او دوه سوه شپږ بالونو ماته ورکړه.
افغانستان تر دې دمه د جدول په سر کې دی او راتلونکې لوبې یې له عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او مالیزیا سره دي.