هند ته د افغانستان د پيازو د صادراتو اندازه د ورځې زرو ټُنو ته زياته شوې ده.
تمه کیږي دغه پروسه له ١٥ نيولې تر ٢٠ ورځو پورې دوام پيدا کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د نړيوالو اړيکو مسوول اذرخش حافظي وايي؛ د پيازو د فصل تر پايته رسېدو مخکې به افغانستان هند ته نژدې ٩٠ زره ټُنه پياز صادر کړي.
ښاغلي حافظي د ازادي راډيو خبريال صالح محمد صالح ته د مرکې په پيل کې وويل چې افغانستان به په مجموع کې د درې میليونه ډالرو په ارزښت پياز هند ته صادر کړي.
Your browser doesn’t support HTML5