افغان چارواکي وايي، په فارياب ولايت کې د وسله والو طالبانو په يوه کمين کې د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ته وفادار ١٥ وسله وال وژل شوي دي.
د فارياب د والي مرستيال عبدالستار بارز اسوشیېټډ پرېس اژانس ته وويل؛ په دې حمله کې ١٥ تنه دولت پلوه وسله وال وژل شوي او ٤ تنه نور ټپيان دي.
خو د فارياب د ولايتي شورا مرستيال بريالى بشريار د وژل شويو پوځيانو شمېر ٢٠ تنه ښيي.
چا د ې بريد مسووليت نه دى منلى.
جنرال دوستم له څه مودې راهيسې په فارياب کې د وسله والو مخالفانو پرضد د روانو پوځي عملياتو مشري کوي.