ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ټيم نن د اسيا غوره ليګ سياليو په سلسله کې خپله دويمه مسابقه له نيپال سره وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل چې د کرکټ د ١٩ کلنو ټيم نننۍ مسابقې ته هم پوره چمتووالى لري:
د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ټيم پرون کويت ته په اتو ويکټو سخته ماتې ورکړې وه.
دغه ٥٠ اووره مسابقې د ماليزيا په پلازمېنه کوالالمپور کې روانې دي چې افغانستان به له نيپال، متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان او ماليزيا سره هم مسابقې وکړي.