په تېرو څو ورځو کې هندوستان ته له افغانستانه د پيازو عرضه تر زر ټنه زياته شوې ده.
دغه پياز هندوستان ته پر مځکه له عطاري- واهګه لارې وړل کيږي. د ايکانوميک ټايمز ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پيازو عرضه ښايي تر راتلونکو پنځلسو يا شلو ورځو پورې دوام وکړي.
د راپور له مخې، هندي سوداګرانو ويلي چې د افغان پيازو له راوړلو وروسته په دغه هېواد کې د پيازو مخ پر زياتېدو بيې ټيټي شوې دي.
هندوستان مخکې په ۲۰۱۱م کال کې له پاکستانه او په ۲۰۱۳م کال کې له افغانستانه د کمښت له کبله پياز وارد کړي وو.