م.م: اروپا ته د اوښتونکو کډوالو شمېره تر ۳ لکه اوښتې

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يا يو اين ايچ سي آر وايي، سږ کال د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو شمېره تر درې لکه زياته شوې ده چې غوښتل يې د مدیترانه سمندر له لارې اروپا ته واوړي.

د يو. اين. اېچ. سي. آر په وینا؛ دا شمېره د ۲۰۱۴م کال له دوه لکه او نيوي زره څخه ډېره زياته ده.

تر ۲۵۰۰ زيات کسان سږ کال پر لاره مړه شوي او په دغه شمېره کې هغه ۲۰۰ نه دي شامل چې ويل کيږي په تېرو ۲۴ ساعتو کې د ليبيا په اوبو کې ډوب شوي دي.