د ملا اختر محمد منصور او منصور دادالله د پلویانو ترمنځ جګړې ته تیاري نیول شوې

د زابل د خاک افغان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د ملا اختر محمد منصور او منصور دادالله د پلویانو ترمنځ جګړې ته تیاري نیول شوې ده.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، ملا اختر محمد منصور شاوخوا شپږ سوه تنه د ملامنصور دادالله د پلویانو پر ضد د جګړې لپاره دې ولسوالۍ ته استولي دي.

راپورونه وايي چې ملا منصور غواړي په یوه فرمان یا فتوا د هغو کسانو پر ضد جهاد اعلان کړي چې له ده سره بیعت نه کوي.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند ورور ملا عبدالمنان ملا منصور ته خبرداری ورکړی چې که دا ډول فتوا یې خپره کړه؛ د طالبانو ترمنځ به د وینو سېل وبهېږي.