په هرات کې څلور تنه د یوه ماشوم د تښتولو په تور نیول شوي دي

د هرات امنیتي مسوولان وایي، څلور تنه یې په دغه ولایت کې د یوه ماشوم د تښتولو په تور نیولي دي.

د هرات امنیه قومندان عبدالمجید روزي نن خبریالانو ته وویل، دغو کسانو د روژې په میاشت کې یو شپږ کلن ماشوم تر تښتولو وروسته د پنځوس زره امریکایې ډالرو په بدل کې خوشې کړی و.

ښاغلی روزي وایي، نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او د تښتونکو د ډلې د دوو نورو غړیو د نیولو لپاره چې اوس په ایران کې اوسیږي هڅې کیږي.