د ناټوعمومي منشي ینس ستولتینبرګ د ګورجستان په دوه ورځني سفر دی.
ستولتینبرګ تیره ورځ ګورجستان ته له رسیدو سره سم د دغه هېواد له ولسمشرګیورګي مارګ ویلاشفیلي سره وکتل.
د ګورجستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ناټو عمومي منشي به نن له صدراعظم اراکلي ګاریباش ویلي سره خبرې وکړي.
همدا رازبه ستولتینبرګ نن تیبلسي ته نژدې د ناټو او ګورجستان د پوځي روزنې د مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې برخه واخلي.
په دې سفرکې له ستولتینبرګ سره د قفقاز او مرکزي اسیا لپاره د ناټو ځانګړی استازی جیمز اپاتورای ملګرتیا کوي.