پرا مریکایي پوځیانو د حملې اصلي بلل شوی طراح "احمد المغسل" نیول شوی دی

هغه سړی چې په ۱۹۹۶ کال په سعودي عربستان کې پر امریکایي پوځیانود حملې اصلي طراح بلل شوی، له نژدې شلو کالو وروسته نیول شوی دی.

چارواکو د چهارشنبه په ورځ وویل چې احمد المغسل چې په سعودي عربستان کې د حزب الله د ډلې مشر اود امریکا فدرالي پولیسو FBI یې پرسر پنځه مdلیون ډالره انعام ایښی و، دوه اونۍ مخکې د لبنان په پلازمینه بیروت کې چې نوی له ایرانه ورغلی و، نیول شوی او سعودي عربستان ته سپارل شوی دی.

هغه د سعودي عربستان د خوبارټاورز په نامه د امریکا د هوایي ځواکونو پر استوګن ځای په حمله کې په لاس لرلو تورن و.

په دغه حمله کې نولس امریکایي پوځیان وژل شوي او شاوخوا پنځه سوه کسان ټپیان شوې و.

د سعودي عربستان د استخباراتو اداره ګومان کوي چې د دې حملې څلور نور مشکوک کسان به هم په ایران کې اوسي.

سعودي عربستان او امریکا ایران تورن کړی چې دغه موټر بم چاودنه یې پلان کړې ده.

ایران په دې حمله کې لاس لرل ردکړې دي.