د تاجکستان يوه ګل پالونکې د ښکلا په اطلس کې
Your browser doesn’t support HTML5
په تاجکستان کې يوې ځوانې نجلۍ چې د دوشنبې په عامو پارکونو کې يې ګلان او بوټي پالل، اوس په انټرنټ کې له پراخ شهرت نه برخمنه شوې ده.
هغه د بهرني عکاس منندويه ده چې د ”ښکلا اطلس“ په نوم پروژه کې يې د دې عکس هم شامل کړى و، چې زياتو خلکو خوښ کړى دى.
منيرې ميرزايووا د ازادۍ راډيو تاجکي څانګې ته وويل، چې شهرت يې ښايي ژوند بدل نه کړي، بيا به هم د خپلې کورنۍ تر څنګ وي او ګلان به پالي.