ایکو یا د اقتصادي همکاریو سازمان د ټرانزیت او ګمرکونو د کاري کمېټې څلورمه غونډه په کابل کې پای ته ورسېده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شنیواري نن خبریالانوته وویل چې په دې غونډه کې د ایکو سازمان د غړیو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ د لارو چارو په اسانتیاوو خبرې او بحثونه وشول.
له بلې خوا د ایکو سازمان مرستیال احسان علي بیا وویل چې افغانستان په سیمه کې یو مناسب جغرافیوي موقعیت لري او کولای شي چې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخو کې ښه رول ولوبوي.
ایکو یا د جنوبي اسیا د اقتصادي همکاریو سازمان لس غړي هېوادونه لري چې هدف یې په سیمه کې د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او همغږي کول دي.