د چین حکومت په بانکونو کې د ګټې اندازه راکمه کړه

د چین حکومت د خپل اقتصاد د ملاتړ لپاره، په بانکونو کې د ګټې اندازه راکمه کړه.

د چین مرکزي بانک د اسعارو په مارکیټ کې بحران وروسته، پرون (سه شنبه) د پيسو د ګټې فیصدي 0 اعشاریه 25 راکمه کړه.

د چین حکومت همداراز په اقتصادی مارکیټونو کې د پیسو د چلش د زیاتولو لپاره د بانکونو د ذخیزې اندازه هم کمه کړې چې د امریکا او اروپا سهم ته یې ګټه رسولې ده.

په چین کې د بهرنیو اسعارو مارکیټ د جون له میاشتې راهیسې په بحراني حالت کې دی. چین چې په تېرو څو لسیزو کې يې اقتصادي په بې ساري ډول وده کوله؛ په وروسیتو کې کمزوری شوی دی.