ولسمشر غني: د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره یو سیمه ییز چوکاټ ته اړتیا ده

افغان ولسمشر وایي چې د افغان کډوالو ستونزه د حکومت په مخ کې لوی خنډ دی.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د کمیټې له اجرایې رییس "پدرو کمیساریو افونسو" سره په خبرو کې ویلي؛ کله چې سوله په افغانستان کې تامین شي؛ نو ډيری افغان کډوال به خپل هېواد ته ستانه شي.

نوموړي وویل چې د دې ستونزې د حل لپاره یو سیمه ییز چوکاټ ته اړتیا ده.

ښاغلي افونسو وویل چې ملګري ملتونه به د مهاجرینو د وضیعت ښه لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.