د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې خنډونه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي که چېرې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو بودجه ورنه کړل شي؛ ممکن دا انتخابات نورهم وځنډیږي.

د دې کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني نن خبریالانو ته وویل چې نا امني او د بودجې نشتون د دوی په مخ کې له لویو خنډونو شمېرل کیږي.

ښاغلي نورستاني له حکومت څخه وغوښتل چې ژر ترژره دې د انتخاباتو نیټه مشخصه کړي.

د ولسي جرګې انتخابات چې ټاکل شوې وه د روان کال په سرطان میاشت کې ترسره شي؛ یو کال وځنډېدل، خو اوس د کمیسیون اندېښنه دا ده چې که بودجه ورنه کول شي؛ دا ځنډ به نور هم زیات شي.

دوی همدارنګه د بودجې په پرخه له حکومت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.