په بغلان ولایت کې یوه سړي خپله ښځه ووژله

په بغلان کې یوه 17 کلنه ښځه د خپل خاوند له لورې وژل شوې ده.

د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري ازادي راډيو ته وویل چې دا ښځه د کورني تاوتریخوالي له وجې د خپل خاوند له لارې سر پري شوی.

نوموړي وویل چې دا مېرمن یوه میاشت مخکې له امن کور نه د قومي مشرانو په ضمانت خوشې شوې وه.

د دې ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د وژل شوې ښځې د خاوند نیولو لپاره د دې پلټنې روانې دي.