د متل له ارزښت او جوړښت څخه خبر شئ!

د یو شمېر کسانو خبرې ولې له تاثیره ډکې او ژر زړه ته غورځي؟

هو! دا ځکه چې په خپلو خبرو کې د متلونو له تاثیرناکې پانګې کار اخلي، نو ځکه یې خبرې تاثیر ناکې وي.

متل د ولسي ادب معنوي پانگه ده، دغه فکري او ټولنیزه پانګه د زمانې په اوږدو کې د ټولنیز ژوند په ارته لمن کې د سترو ملي او فکري ارزښتونو تومنه اخلي.

انسان د یوه ټولنیز موجود په توګه د ټولینز ژوند له لوړو،ژورو او ارزښتناکو معنوي او مادي پانګو تمثیل او یادونه په بیلابیلو بڼو سره کوي.

د مادي او معنوي پانګې تر ټولو ستره او غوښنه برخه ولسي ادب جوړوي، چې د ادب په دغه تلپاتى بڼ کېمتلونه ځانگړى ځاىلرى .

متل هغه لنډه او له معنا نه ډکه صیقل شوې وینا ده چې ویونکی یې معلوم نه دی خو هر شخص یې د خپل وینا د ثبوت او غوره والي لپاره استعمالوي.

له کله نه چې په ځمکه انسان هست شوی، له هماغه وخته انسان هم د ځان او چاپیریال په اړه فکر کړی، چې د ولسي ادب پیل هم له دغې دورې کولی شو.

نننۍ ژوند په شېبو کې خپرونه متل ته ځانګړې شوې، ملتیا مو وکړئ.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

Your browser doesn’t support HTML5

ژوند په شیبو کې