په کاپيسا کې یو شمېر چارواکي وايي؛ یوازې په تګاب او اله ساي ولسوالیو کې لږترلږه ۱۰۰۰ وسله وال د حکومتي ځواکونو پر ضد پوځي عملیات کوي.
د کاپيسا د ولایتي شورا مشر محمد حسین سنجاني پرون (سه شنبه) ازادي راډیو ته وویل؛ په دې ولایت کې تر ۱۰۰ زیات بهرني وسله وال فعالیت لري:
((زموږ د معلوماتو پر اساس، په تګاب او اله ساي ولسوالیو کې به ښايي تر 1000 زیات وسله وال طالبان فعالیت کوي چې تر ۱۵۰ تنو پورې ښايي بهرنيان وي او نور یې د سیمې خلک دي.))
ښاغلي سنجاني زیاته کړه چې په سیمه کې بې کاري او سیاسي بې ثباتي د امنیت د خرابوالي اساسي عوامل دي.
د کاپيسا والي ازادي راډيو ته وویل چې ستونزې شته او د حل لپاره یې هڅې کوي؛ خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.