له زرو زیات مهاجر او پناه غوښتونکي هنګري ته چې د اروپایي اتحادیې غړې ده، ورسیدل.
دا د هغو شاوخوا او زرو کسانو لومړنۍ ډله ده چې تیره اونۍ له یونان څخه مقدونیا ته اوښتې و.
که څه هم د دې هېواد چارواکو یې په پوله د مخنیوي هڅه وکړه خو بریالي نه شول.
د فرانسپرس یوه خبریال وویل چې لږ تر لږه زر کسان د سربیا له لارې په اورګاډي کې د هنګري په جنوب کې د روزکي کلي ته ورسیدل.
دغه مهاجر یواځې څو ورځې مخکې تر دې هنګري ته رسیږي چې له سربیا سره په پوله د یوه اغزن سیم د موانع د جوړولو لپاره چې هدف یې د غیر قانوني مهاجرینو مخنیوی دی، د دې هېواد چارواکو د اګست ۳۱ وروستی مهلت تعین کړی دی.
سربیا او مقدونیه چې د اروپایي اتحادیې غړي نه دي، په وروستیو کې ګڼ مهاجرین هڅه کوي د دې هېوادونو له لارې ځانونه د اروپایي اتحادیې غړیو ته ورسوي.
د لویدیځ بالکان دغه لاره سږ دوبی د هغو کسانو لپاره چې په اروپایي هېوادونو کې د کار یا پناه اخیستو لټه کوي، یوه تر ټولو پیژندل شوې لاره ګڼل کیږي.
د روان کال د جنوري او جولای د میاشتو ترمنځ له یو لکو زیات کسان د دې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو تیر شوي او ځانونه یې د اروپایي اتحادیې غړیو هېوادونو ته رسولي دي.