په هرات ولایت کې د اوبلن ګاز یو شرکت ته څېرمه په یوې اورلیګېدنه کې یوولس کسه وژل شوي او شپږنورټپیان شوي دي.
د دغه ولایت ویاند احسان الله حیات نن ازادي راډیوسره په خبروکې وویل چې دغه پېښې ۴۲ میلیون افغان زیان هم اړولی دی.
دغه اورلیګېدنه تېره شپه دولس بجې د دهنه کمرکلاغ په سیمه کې رامنځته شوې ده.
چارواکو د دغې اورلګېدنې لامل د شرکت د مسوولانو بې احتیاطي ښودلې ده.