په هرات کې د مایع ګازو په یوه ذخیره کې د اورلګېدنې له امله ۱۸ تنه ټپیان شوي او ګڼ مالي زیان یې اړولی دی.
د هرات د مرکزي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزي ازادي راډیوته وویل چې اور لګېدنه تیره شپه ۱۲ بجې د هرات ښارد قمرکلا په سیمه کې شوې ده.
رفیق زیاته کړه چې په ټپیانوکې درې ښځې او پاته یې ماشومان او د پاخه عمرخلک دي چې د ۸ تنو روغتیايي حالت یې نازک دی.
له سیمي څخه یو شمېرعیني شاهدانو ازادي راډیوته وویل چې د پيښې ځای ته نږدې ۱۰ کوچیان هم مړه شوي دي.
د هرات د والي ویاند احسان الله حیات وايي، هڅه کوي چې ژرترژره د رامنځته شوي اور لګېدنې مخه ونیسي.