د لغمان چارواکي وایي چې په یوه وسله واله نښته کې د دولت څلور وسله وال وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوې دي.
د دې ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته وویل چې دا مرګ ژوبله نن سهارپه الینګارکې د ملي اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ په څلورساعته نښته کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي وویل چې په دې نښته کې د ملي اردو دوه تنه هم وژل شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.