ملي امنیت په فاریاب ولایت کې یوولس وسله وال طالبان نیولي دي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د فاریاب په المار، دولت اباد او قیصار ولسوالیو کې یې یوولس وسله وال طالبان نیولي دي.

له دغه ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې یادو کسانو په ګڼ شمېر وسله والو بریدونو او نورو ورانکارو فعالیتونو کې لاس درلود.

اعلامیه زیاتوي چې نیول شوو کسانو پرخپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.