د دويمې نړيوالې جګړې د پای ته رسېدو په مناسبت په چین کې د پوځي پرېډ تمرینات پیل شوي

د چين، روسيې او نورو هېوادونو سرتېرو نن د هغه پوځي پرېډ يا رسم ګذشت لپاره په پيکنګ کې تمرينات پيل کړل چې ټاکل شوې بله مياشت د دويمې نړيوالې جګړې د پای ته رسېدو په مناسبت جوړ شي.

د چين دولتي رسنۍ راپور ورکړى چې نور هېوادونه له خپلو پوځيانو سره په دې پرېډ کې چې د سپټمبر پر درېيمه جوړېږي برخه اخلي چې په هغو هېوادونو کې بېلروس، قزاقستان، قرغزستان، منګوليا، کيوبا او مکسيکو هم شامل دي.

خبريالانو نن وويل، په داسې حال کې چې پوځي وسايطو د ښار په مرکز کې شر و شور جوړ کړى و؛ جنګي جټ الوتکو د پيکينګ پر فضا ټيټې الوتنې کولې.

دغه پوځي پرېډ ته تر ډېره د چين د خلکو د ازادي بخښونکي پوځ د زياتېدونکې وړتيا د يوې نمايشي هڅې په سترګه کېږي. دا په داسې حال کې ده چې پيکينګ د چين په جنوب او ختيځ سمندر کې د سيمو پر ملکيت دعوه لري.