په غور کې د خطاطي او نقاشي نندراتون پرانیستل شو

د غوري هنرمندانو د خطاطي او نقاشي اثارو نندارتون نن په دغه ولایت کې د فیرزکوه ادبي ټولني او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا پرانستل شو.

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو د څانګي مشر نظر محمد ثاقب د یاد نندارتون پرمهال وویل چې په دغه نندارتون کې تر سلو زیاتې د خطاطي او نقاشي تابلوګانې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د دې ولایت نقاشانو او خطاطانو ټينګار وکړ چې په خپل هنر سره به د دې ولایت فرهنګ بېرته را ژوندی کړي.

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې دغه نندارتون به دوه ورځي دوام وکړي.