چارواکي وايي، د دایکندي په کجران ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دې ولایت د امنیت امر محمد اصف شیرزي ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېره ورځ ناوخته د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوه.
د یو بل خبر له مخې نن سهار د جلال آباد ښار په عبدالحق مېنه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار والي ویاند احمدضیا عبدالزي ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
تر دا مهاله د دې دواړو پېښيو په اړه د دولت وسله والو مخالفو ډلو څه نه دي ویلي.