د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي چې په کندهار کې یې د وسله والو طالبانو یوه نهه کسیزه ډله نیولې ده.
د دغه ریاست مطبوعاتي دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغو کسانو به په کندهار ولایت کې انتحاري حملې؛ چاودنې، ماین ایښودنې او د خلکو وژنه طرح او عملي کوله.
په اعلامیه کې د دغو کسانو نومونه هم یاد شوي او ویل شوي چې ټولو یې په لومړنیو تحقیقاتو کې خپل جرم منلی دی.