بشري حقونه په افغانستان کې د ښځو وضعیت زړه ماتوونکی بولي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي؛ په هېواد کې د ښځو وضعیت زړه ماتوونکی دی.

د دغه کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار آزادي راډیو ته وویل چې ښځې شخصي او شغلي خوندیتوب نه لري او د ښځو څو کلنې لاسته راوړنې ګواښل کیږي.

ښاغلي بیدار دا هم وویل چې د امنیتي حالت په خرابېدو سره نسبت نورو ته ډېره قرباني ښځې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په سر کې راځي چې د ښځو وضعیت په کې خرابه بلل کیږي.