د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د حکومت د مشرانو اراده او ژمنه مهمه ګڼل شوې

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون باید د حکومت له مشرانو څخه د انتخاباتو د اصلاح ژمنه اخیستې وي او خلکو ته د خپلو کړنو په اړه ځواب ورکړي.

د دې جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار نن د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون له غړیو سره په ګډه غونډه کې ټینګار وکړ چې د اصلاحاتو لپاره د حکومت د مشرانو اراده ډېره مهمه ده:

((د حکومت د مشرانو اراده او ژمنه ډېره مهمه ده. زه فکر کوم چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون باید په انتخاباتو کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره دا ژمنه باید اخیستي وي.))

ښاغلي ایزدیار خبرداری ورکړ؛ که د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون ملي شورا ته چې د خلکو استازیتوب کوي؛ د خپلو کارونو په ارتباط رپوټ ورنه کړي یاده شورا د دوی د کارونو په شفافیت باور نه کوي.

اخوا د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون مشر شاه سلطان عاکفي د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د کار په اړه د مشرانو جرګې مشورې او نظریات مهم وبلل.