جنرال دوستم د وسله والو مخالفینو له یوه کمین څخه روغ وتلی

د ولسمشر لومړی مرستیال د وسلوالو له یو کمین څخه روغ وتلی دی. وسلوالو کسانو تېره ورځ په فاریاب ولایت کې د سترجنرال عبدالرشید دوستم د موټرو پر کاروان برید وکړ.

جنرال دوستم ته یو نژدې کس ازادي راډیو ته وویل چې د جنرال دوستم سره ملګرو امنیتي ځواکونو برید کوونکي په شا تنبولي؛ اته تنه یې وژلي او دیارلس تنه یې نیولي دي.

په ولسي جرګه کې د فاریاب استازي بشیر احمد ازادي راډیو ته وویل:

"د غورماچ څخه د ستنېدو پر مهال قیصار ته په لاره د چارشنبه په کلي کې وسله والو طالبانو کمین نیولی و. د معاون صیب د ټانک د رسېدو سره سم هغوی ډزې پیل کړې. مرمۍ پر هغه ټانک چې نوموړی په کې سپور و لګیدلی؛ خو دا چې زغروال ټانک و؛ له نیکه مرغه جنرال دوستم او ملګرو ته یې کوم زیان نه دی رسیدلی."

د فاریاب د امنیې قومندان مسعود یعقوبي وايي؛ له وژل شویو کسانو څخه یو یې ازبکستانی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ازادي راډیو سره په یوه مرکه ویلي چې په لس ورځنیو عملیاتو کې یې فاریاب ولایت له وسله والو طالبانو څخه پاک کړی دی.